Hadith about Ghusul in Pashtu, حدیثـــــــونه د پاکوالی په اړه

غسل په لغت کی د ټول بدن مینیځلو ته وايي او په شریعت کی دناپاکې لری کولو او ثواب حاصلولو لپاره په یوه خاصهطریقه د ټول بدن مینځلو ته غسل وایيدغسل كولو طريقه داده چې : اول دواړه لاسونه ترمړوندو پورې پريمينځي بيا استنجا وكړي ، اوله بدنڅخه حقيقي نجاست لري كړي ، اودس وكړي بيا پربدن اوبه واچوي ، په لاس يې وموښي ، اوبيا پرې درى واره اوبه تيرې كړيخولی او پوزې ته به هم اوبه اچوي.

الوُضُوءِ قَبْلَ الغُسْلِ

له غسل نه مخکې اودس کول

(248) حدیث شمیره

حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ يُوسُفَ، قَالَ: حَدَّثَنَا سُفْيَانُ، عَنِ الأَعْمَشِ، عَنْ سَالِمِ بْنِ أَبِي الجَعْدِ، عَنْ كُرَيْبٍ، عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ، عَنْ مَيْمُونَةَ زَوْجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَتْ: «تَوَضَّأَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وُضُوءهُ لِلصَّلاَةِ، غَيْرَ رِجْلَيْهِ، وَغَسَلَ فَرْجَهُ وَمَا أَصَابَهُ مِنَ الأَذَى، ثُمَّ أَفَاضَ عَلَيْهِ المَاءَ، ثُمَّ نَحَّى رِجْلَيْهِ، فَغَسَلَهُمَا، هَذِهِ غُسْلُهُ مِنَ الجَنَابَةِ»

د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ له مېرمنې میمونې رضی الله تعالی عنها نه روایت دی چې وايي: «رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ د جنابت څخه په دې ډول غسل وکړ؛ چې لومړی یې د لمانځه د اوداسه په څیر اودس وکړ، خو پښې یې و نه مینځلې، د عورت ځای یې له ناپاکیو و مینځلو ورپسې یې په ځان اوبه واړولې، بیا یې پښې یوې خواته کړې او ویې مینځلې».

فَضْلِ مَنْ بَاتَ عَلَى الوُضُوءِ

په اوداسه د ویده کېدو فضیلت

(247) حدیث شمیره

حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ مُقَاتِلٍ، قَالَ: أَخْبَرَنَا عَبْدُ اللَّهِ، قَالَ: أَخْبَرَنَا سُفْيَانُ، عَنْ مَنْصُورٍ، عَنْ سَعْدِ بْنِ عُبَيْدَةَ، عَنِ البَرَاءِ بْنِ عَازِبٍ، قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” إِذَا أَتَيْتَ مَضْجَعَكَ، فَتَوَضَّأْ وُضُوءَكَ لِلصَّلاَةِ، ثُمَّ اضْطَجِعْ عَلَى شِقِّكَ الأَيْمَنِ، ثُمَّ قُلْ: اللَّهُمَّ أَسْلَمْتُ وَجْهِي إِلَيْكَ، وَفَوَّضْتُ أَمْرِي إِلَيْكَ، وَأَلْجَأْتُ ظَهْرِي إِلَيْكَ، رَغْبَةً وَرَهْبَةً إِلَيْكَ، لاَ مَلْجَأَ وَلاَ مَنْجَا مِنْكَ إِلَّا إِلَيْكَ، اللَّهُمَّ آمَنْتُ بِكِتَابِكَ الَّذِي أَنْزَلْتَ، وَبِنَبِيِّكَ الَّذِي أَرْسَلْتَ، فَإِنْ مُتَّ مِنْ لَيْلَتِكَ، فَأَنْتَ عَلَى الفِطْرَةِ، وَاجْعَلْهُنَّ اآخِرَ مَا تَتَكَلَّمُ بِهِ “. قَالَ: فَرَدَّدْتُهَا عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَلَمَّا بَلَغْتُ: اللَّهُمَّ اآمَنْتُ بِكِتَابِكَ الَّذِي أَنْزَلْتَ، قُلْتُ: وَرَسُولِكَ، قَالَ: «لاَ، وَنَبِيِّكَ الَّذِي أَرْسَلْتَ»

له براء بن عازب رضي الله تعالی عنه نه روایت دی چې وايي رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وفرمایل: کله چې د خوب بسترې ته ورځې نو د لمانځه د اوداسه په شان اودس وکړه بیا په ښۍ ډډه څمله او ووایه : ای الله! ما خپل مخ (خپل ځان) تا ته تسلیم کړی دی، خپل کار مې تا ته سپارلی، ستا لوري ته مې تکیه کړې ده، ستا نه د هیلې او وېرې سره ستا له نیونې ( عذاب ) نه ستا پرته بل پناه ځای او اژغورنځای نشته چې تاته رجوع وکړو. ای الله! په هغې کتاب مې ایمان راوړی چې تا نازل کړی او په هغه نبي مې هم ایمان راوړی چې تا رالېږلی. که ته په همدې شپه مړ شې نو په فطرت مړ شوی یې(په ایمان مړ شوی یې) او دغه دعاء د ویده کېدو مخکې خپله وروستۍ وینا وګرځوه، راوي وايي: ما دا دعاء رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ته تکرار کړه کله چې دې ځای ته ورسېدم ( اللهم آمنت بکتابک الذي انزلت، بیا ما وویل و رسولک نو نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ راته وفرمایل ( نه ونبیک الذي ارسلت) ووایه

دَفْعِ السِّوَاكِ إِلَى الأَكْبَرِ

مشر ته د مسواک ورکول

(246) حدیث شمیره

وَقَالَ عَفَّانُ، حَدَّثَنَا صَخْرُ بْنُ جُوَيْرِيَةَ، عَنْ نَافِعٍ، عَنْ ابْنِ عُمَرَ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «أَرَانِي أَتَسَوَّكُ بِسِوَاكٍ، فَجَاءَنِي رَجُلاَنِ، أَحَدُهُمَا أَكْبَرُ مِنَ الخَرِ، فَنَاوَلْتُ السِّوَاكَ الأَصْغَرَ مِنْهُمَا، فَقِيلَ لِي: كَبِّرْ، فَدَفَعْتُهُ إِلَى الأَكْبَرِ مِنْهُمَا» قَالَ أَبُو عَبْدِ اللَّهِ: اخْتَصَرَهُ نُعَيْمٌ، عَنِ ابْنِ المُبَارَكِ، عَنْ أُسَامَةَ، عَنْ نَافِعٍ، عَنْ ابْنِ عُمَرَ

له ابن عمر رضي الله تعالی عنهما نه روایت دی چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وفرمایل: «خوب مې لیدو چې مسواک وهم او دوه کسان راته راغلل، یو یې د بل نه مشر و، کشر ته مې مسواک ورکړ، راته وویل شول چې مشر ته مسواک ورکړه، نو ما هم مسواک د دوی مشر ته ورکړ».

السِّوَاكِ

مسواک

(244) حدیث شمیره

حَدَّثَنَا أَبُو النُّعْمَانِ، قَالَ: حَدَّثَنَا حَمَّادُ بْنُ زَيْدٍ، عَنْ غَيْلاَنَ بْنِ جَرِيرٍ، عَنْ أَبِي بُرْدَةَ، عَنْ أَبِيهِ، قَالَ: أَتَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَوَجَدْتُهُ «يَسْتَنُّ بِسِوَاكٍ بِيَدِهِ يَقُولُ أُعْ أُعْ، وَالسِّوَاكُ فِي فِيهِ، كَأَنَّهُ يَتَهَوَّعُ»

ابو بردة رضي الله تعالی عنه د خپل پلار نه روایت کوي چې ویې ویل : رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ته ورغلم ومې لیدو چې په لاس کې یې مسواک دی او په غاښونو مسواک وهي ، په داسې حال کې د ستوني پاکولو غږ کوي چې مسواک یې په خوله کې و.

غَسْلِ المَرْأَةِ أَبَاهَا الدَّمَ عَنْ وَجْهِهِ

هغه ښځه چې د خپل پلار د مخ نه وینه مینځي

(243) حدیث شمیره

حَدَّثَنَا مُحَمَّدٌ يَعْنِي ابْنَ سَلاَمٍ، قَالَ: أَخْبَرَنَا سُفْيَانُ بْنُ عُيَيْنَةَ، عَنْ أَبِي حَازِمٍ، سَمِعَ سَهْلَ بْنَ سَعْدٍ السَّاعِدِيَّ، وَسَأَلَهُ النَّاسُ، وَمَا بَيْنِي وَبَيْنَهُ أَحَدٌ: بِأَيِّ شَيْءٍ دُووِيَ جُرْحُ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ؟ فَقَالَ: مَا بَقِيَ أَحَدٌ أَعْلَمُ بِهِ مِنِّي، «كَانَ عَلِيٌّ يَجِيءُ بِتُرْسِهِ فِيهِ مَاءٌ، وَفَاطِمَةُ تَغْسِلُ عَنْ وَجْهِهِ الدَّمَ، فَأُخِذَ حَصِيرٌ فَأُحْرِقَ، فَحُشِيَ بِهِ جُرْحُهُ»

له سهل بن سعد ساعدي رضي الله تعالی عنه نه روایت دی چې خلکو ترې پوښتنه وکړه په څه شي د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ د زخم علاج وشو؟ هغه وویل اوس داسې څوک ندی پاتې شوی چې په دې اړه زما نه ډېر پوه وي، علي رضي الله تعالی عنه به په خپل ډال کې اوبه راوړلې او فاطمې رضي الله تعالی عنها به د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ د مخ مبارک نه وینې مینځلې، پوزی ( د مزري څخه اوبدل شوی فرش چې خلک پرې کېني) یوه ټوټه واخیستل شو او وسوزول شو او (ایره) یې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ په ټپ (زخم) واچول شوه.

لاَ يَجُوزُ الوُضُوءُ بِالنَّبِيذِ، وَلاَ المُسْكِرِ

نبیذ (کجوری یا کشمش چې په اوبو کې لانده شي) او بل نشه راوستونکي څیز سره اودس جائز ندی.

(242) حدیث شمیره

حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ، قَالَ: حَدَّثَنَا سُفْيَانُ، قَالَ: حَدَّثَنَا الزُّهْرِيُّ، عَنْ أَبِي سَلَمَةَ، عَنْ عَائِشَةَ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «كُلُّ شَرَابٍ أَسْكَرَ فَهُوَ حَرَامٌ»

عائشه رضي الله تعالی عنها د نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نه روایت کوي چې نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وفرمایل هر هغه څښاک چې نشه راولي هغه حرام دی.

البُزَاقِ وَالمُخَاطِ وَنَحْوِهِ فِي الثَّوْبِ

: د لاړو او د پوزې اوبه او داسې نور شیان چې په جامو توی شي

(241) حدیث شمیره

حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ يُوسُفَ، قَالَ: حَدَّثَنَا سُفْيَانُ، عَنْ حُمَيْدٍ عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، قَالَ: «بَزَقَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي ثَوْبِهِ»

– له انس رضي الله تعالی عنه نه روایت دی چې وايي نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خپلې لاړې په خپلو جامو کې تو کړې

إِذَا أُلْقِيَ عَلَى ظَهْرِ المُصَلِّي قَذَرٌ أَوْ جِيفَةٌ، لَمْ تَفْسُدْ عَلَيْهِ صَلاَتُهُ

که په لمونځ کوونکي نجاست واچول شي لمونځ یې نه فاسد کېږي

( 240) حدیث شمیره

حَدَّثَنَا عَبْدَانُ، قَالَ: أَخْبَرَنِي أَبِي، عَنْ شُعْبَةَ، عَنْ أَبِي إِسْحَاقَ، عَنْ عَمْرِو بْنِ مَيْمُونٍ، عَنْ عَبْدِ اللَّهِ، قَالَ: بَيْنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سَاجِدٌ قَالَ: ح وحَدَّثَنِي أَحْمَدُ بْنُ عُثْمَانَ، قَالَ: حَدَّثَنَا شُرَيْحُ بْنُ مَسْلَمَةَ، قَالَ: حَدَّثَنَا إِبْرَاهِيمُ بْنُ يُوسُفَ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ أَبِي إِسْحَاقَ، قَالَ: حَدَّثَنِي عَمْرُو بْنُ مَيْمُونٍ، أَنَّ عَبْدَ اللَّهِ بْنَ مَسْعُودٍ حَدَّثَهُ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يُصَلِّي عِنْدَ البَيْتِ، وَأَبُو جَهْلٍ وَأَصْحَابٌ لَهُ جُلُوسٌ، إِذْ قَالَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ: أَيُّكُمْ يَجِيءُ بِسَلَى جَزُورِ بَنِي فُلاَنٍ، فَيَضَعُهُ عَلَى ظَهْرِ مُحَمَّدٍ إِذَا سَجَدَ؟ فَانْبَعَثَ أَشْقَى القَوْمِ فَجَاءَ بِهِ، فَنَظَرَ حَتَّى سَجَدَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَضَعَهُ عَلَى ظَهْرِهِ بَيْنَ كَتِفَيْهِ، وَأَنَا أَنْظُرُ لاَ أُغْنِي شَيْئًا، لَوْ كَانَ لِي مَنَعَةٌ، قَالَ: فَجَعَلُوا يَضْحَكُونَ وَيُحِيلُ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ، وَرَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سَاجِدٌ لاَ يَرْفَعُ رَأْسَهُ، حَتَّى جَاءَتْهُ فَاطِمَةُ، فَطَرَحَتْ عَنْ ظَهْرِهِ، فَرَفَعَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَأْسَهُ ثُمَّ قَالَ: «اللَّهُمَّ عَلَيْكَ بِقُرَيْشٍ». ثَلاَثَ مَرَّاتٍ، فَشَقَّ عَلَيْهِمْ إِذْ دَعَا عَلَيْهِمْ، قَالَ: وَكَانُوا يَرَوْنَ أَنَّ الدَّعْوَةَ فِي ذَلِكَ البَلَدِ مُسْتَجَابَةٌ، ثُمَّ سَمَّى: «اللَّهُمَّ عَلَيْكَ بِأَبِي جَهْلٍ، وَعَلَيْكَ بِعُتْبَةَ بْنِ رَبِيعَةَ، وَشَيْبَةَ بْنِ رَبِيعَةَ، وَالوَلِيدِ بْنِ عُتْبَةَ، وَأُمَيَّةَ بْنِ خَلَفٍ، وَعُقْبَةَ بْنِ أَبِي مُعَيْطٍ» – وَعَدَّ السَّابِعَ فَلَمْ يَحْفَظْ -، قَالَ: فَوَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَقَدْ رَأَيْتُ الَّذِينَ عَدَّ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ صَرْعَى، فِي القَلِيبِ قَلِيبِ بَدْرٍ

له عبدالله بن مسعود رضي الله تعالی عنه نه روایت دی چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ د بیت الله په خوا کې عبادت کولو، ابو جهل او ملګري یې هلته ناست وو یو بل ته یې وویل چې څوک به لاړ شي او د بني فلان د اوښې پرېوان (کولمې یا لری) به راوړي او کله چې محمد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سجده وکړي نو په شا یې ورته واچوي؟ تر ټولو زیات بدبخت (عقبه بن ابي معیط) پاڅېد د اوښې پرېوان یې راوړو تر هغې یې کتل ترڅو چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سجده وکړه نو هغه یې د ده پر شاه د اوږو تر منځ و غورځاوه، (راوي وايي) ما کتل خو هېڅ مې نشو کولی کاش چې د منع کولو توان مې درلودای. هغه زیاتوي : دوی (ابو جهل او ملګري) یې په خندا شول (له ډېرې خدا نه) په یو بل ورپرېوتل رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ همداسې په سجده پروت و، تر هغې چې فاطمة رضي الله تعالی عنها راغله او د شانه یې ورته پرېوان وغورځاوه، نو رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خپل سر مبارک پورته کړ او ویې فرمایل ( الهي! له قریشو سره پوه شه ) دا خبره یې درې ځلې تکرار کړه ښېرا چې یې ورته وکړه ابو جهل او ملګري یې ووېرېدل: راوي وايي دوی عقیده درلوده چې په دې ښار (مکه) کې دعا قبلېږي بیا یې نومونه واخیستل او ویې ویل (الهي له ابوجهل ، له عتبه بن ربیعه ، شیبه بن ربیعه ، امیه بن خلف او عقبه بن ابي معیط سره پوه شه، الهي د دوی هلاکت په تا دی) د اووم کس نوم یې هم اخستی و، خو له راوي نه هېر شوی دی، راوي وايي قسم په هغه ذات چې زما ساه د هغه په واک کې ده ټول هغه کسان چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ یې نومونه واخیستل د ټولو مړه جسدونه مې په کنده کې ولیدل د بدر په یوې کنده کې.

البَوْلِ فِي المَاءِ الدَّائِمِ

په ولاړو اوبو کې میتیازې کول

( 238) حدیث شمیره

حَدَّثَنَا أَبُو اليَمَانِ، قَالَ: أَخْبَرَنَا شُعَيْبٌ، قَالَ: أَخْبَرَنَا أَبُو الزِّنَادِ، أَنَّ عَبْدَ الرَّحْمَنِ بْنَ هُرْمُزَ الأَعْرَجَ، حَدَّثَهُ، أَنَّهُ سَمِعَ أَبَا هُرَيْرَةَ، أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «نَحْنُ الاخِرُونَ السَّابِقُونَ»

د ابو هریرة رضي الله تعالی عنه نه روایت دی چې هغه د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نه واورېدل چې مونږ که څه هم په دنیا کې وروسته یو خو په اخرت کې د ټولو نه مخکې یوو.

مَا يَقَعُ مِنَ النَّجَاسَاتِ فِي السَّمْنِ وَالمَاءِ

په اوبو او غوړیو کې د نجاست د غورځېدو حکم

(235) حدیث شمیره

حَدَّثَنَا إِسْمَاعِيلُ، قَالَ: حَدَّثَنِي مَالِكٌ، عَنِ ابْنِ شِهَابٍ الزُّهْرِيِّ، عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ، عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ، عَنْ مَيْمُونَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: سُئِلَ عَنْ فَأْرَةٍ سَقَطَتْ فِي سَمْنٍ، فَقَالَ: «أَلْقُوهَا وَمَا حَوْلَهَا فَاطْرَحُوهُ، وَكُلُوا سَمْنَكُمْ»

له میمونې رضي الله تعالی عنها نه روایت دی چې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نه په غوړیو کې د لویدلي موږک په اړه پوښتنه وشوه، رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وفرمایل: «موږک ترې وغورځوئ او نور د خوا او شا غوړي ترې هم و غورځوئ او نور خپل غوړي خورئ».

أَبْوَالِ الإِبِلِ، وَالدَّوَابِّ، وَالغَنَمِ وَمَرَابِضِهَا

د اوښانو او څارویو او پسونو او د هغوی میتیازې

(233) حدیث شمیره

حَدَّثَنَا سُلَيْمَانُ بْنُ حَرْبٍ، قَالَ: حَدَّثَنَا حَمَّادُ بْنُ زَيْدٍ، عَنْ أَيُّوبَ، عَنْ أَبِي قِلاَبَةَ، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، قَالَ: قَدِمَ أُنَاسٌ مِنْ عُكْلٍ أَوْ عُرَيْنَةَ، فَاجْتَوَوْا المَدِينَةَ «فَأَمَرَهُمُ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، بِلِقَاحٍ، وَأَنْ يَشْرَبُوا مِنْ أَبْوَالِهَا وَأَلْبَانِهَا» فَانْطَلَقُوا، فَلَمَّا صَحُّوا، قَتَلُوا رَاعِيَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَاسْتَاقُوا النَّعَمَ، فَجَاءَ الخَبَرُ فِي أَوَّلِ النَّهَارِ، فَبَعَثَ فِي اثَارِهِمْ، فَلَمَّا ارْتَفَعَ النَّهَارُ جِيءَ بِهِمْ، «فَأَمَرَ فَقَطَعَ أَيْدِيَهُمْ وَأَرْجُلَهُمْ، وَسُمِرَتْ أَعْيُنُهُمْ، وَأُلْقُوا فِي الحَرَّةِ، يَسْتَسْقُونَ فَلاَ يُسْقَوْنَ». قَالَ أَبُو قِلاَبَةَ: «فَهَؤُلاَءِ سَرَقُوا وَقَتَلُوا، وَكَفَرُوا بَعْدَ إِيمَانِهِمْ، وَحَارَبُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ»

له انس رضي الله تعالی عنه نه روایت دی چې وايي د عکل یا عرینه ځينې خلک مدینې ته راغلل او د مدینې هوا پرې ښه و نه لګېده او ناروغ شول، «رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ورته امر وکړو چې د اوښانو څړځای ته لاړ شي او د اوښانو میتیازې او شیدې وڅښي، هغوی هلته لاړل او کله چې روغ شول نو د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ شپون يې وواژه او څاروي یې له ځان سره بوتلل دغه خبر د ورځې په پیل کې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ته راورسېد، نو رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ پسې ځينې صحابه رضي الله تعالی عنهم ولېږل او تر څو چې ورځ پخېده هغوی یې راوستل نو امر یې وکړ چې لاسونه او پښې یې پرې کړل شي او سترګې یې وداغل شي او بیا لمر ته وغورځول شول، او که اوبه یې غوښتلې ورنکړل شي، ابو قلابه وايي چې دوی غلا کړې وه قتل یې کړی و، له ایمان راوړلو نه وروسته کافران شوي وو او د الله تعالی او د هغه له پیغمبر سره جنګېدلي وو.

إِذَا غَسَلَ الجَنَابَةَ أَوْ غَيْرَهَا فَلَمْ يَذْهَبْ أَثَرُهُ

که د جنابت یا بل څه له امله جامه و وینځل شي خو د هغې داغ پاتې شي

(231) حدیث شمیره

حَدَّثَنَا مُوسَى بْنُ إِسْمَاعِيلَ المِنْقَرِيُّ، قَالَ: حَدَّثَنَا عَبْدُ الوَاحِدِ، قَالَ: حَدَّثَنَا عَمْرُو بْنُ مَيْمُونٍ، قَالَ: سَأَلْتُ سُلَيْمَانَ بْنَ يَسَارٍ فِي الثَّوْبِ تُصِيبُهُ الجَنَابَةُ، قَالَ: قَالَتْ عَائِشَةُ: «كُنْتُ أَغْسِلُهُ مِنْ ثَوْبِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، ثُمَّ يَخْرُجُ إِلَى الصَّلاَةِ، وَأَثَرُ الغَسْلِ فِيهِ» بُقَعُ المَاءِ

عمرو بن میمون رحمه الله وايي ما د سلیمان بن یسار نه د هغې جامې په باره کې وپوښتل چې هغې ته جنابت رسېدلی وي، هغه وویل چې عائشې رضي الله تعالی عنها وویل: «ما به د نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ له جامو نه (د مني پاتې شوني) ومینځل سره له دې چې جامې به یې لندې وې (د لندوالي اثر به یې په جامو پاتې و) لمونځ ته به وتلو. د اوبو لوندوالی.

غَسْلِ المَنِيِّ وَفَرْكِهِ، وَغَسْلِ مَا يُصِيبُ مِنَ المَرْأَةِ

د مني د پاتې شونو مینځل او موښل او د هغې ځای مینځل چې د ښځې له شرمګاه نه پرې تویې شي.

(229) حدیث شمیره

حَدَّثَنَا عَبْدَانُ، قَالَ: أَخْبَرَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ المُبَارَكِ، قَالَ: أَخْبَرَنَا عَمْرُو بْنُ مَيْمُونٍ الجَزَرِيُّ، عَنْ سُلَيْمَانَ بْنِ يَسَارٍ، عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ: «كُنْتُ أَغْسِلُ الجَنَابَةَ مِنْ ثَوْبِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَيَخْرُجُ إِلَى الصَّلاَةِ، وَإِنَّ بُقَعَ المَاءِ فِي ثَوْبِهِ»

له عائشې رضي الله تعالی عنها نه روایت دی چې فرمایلي یې دي: «ما به د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ له جامو نه د جنابت اثر (مني) مینځل بیا به رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ په داسې حال کې لمانځه ته ووت چې د اوبو اثر (چاپونه یا لوندوالی) به یې په جامو ښکارېده».

غَسْلِ الدَّمِ

: د وینې وینځل

(227) حدیث شمیره

حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ المُثَنَّى، قَالَ: حَدَّثَنَا يَحْيَى، عَنْ هِشَامٍ، قَالَ: حَدَّثَتْنِي فَاطِمَةُ، عَنْ أَسْمَاءَ، قَالَتْ: جَاءَتِ امْرَأَةٌ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَتْ: أَرَأَيْتَ إِحْدَانَا تَحِيضُ فِي الثَّوْبِ، كَيْفَ تَصْنَعُ؟ قَالَ: «تَحُتُّهُ، ثُمَّ تَقْرُصُهُ بِالْمَاءِ، وَتَنْضَحُهُ، وَتُصَلِّي فِيهِ»

له اسماء رضي الله تعالی عنها نه روایت دی چې وايي یوه ښځه نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ته راغله او ویې ویل: که له مونږ نه څوک په خپلو جامو کې حائضه شي(جامې یې د حیض په وینو سرې شي) نو څه به کوي؟ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ و فرمایل: «چې ودې یې ګروي بیا دې په اوبو سره و موښي اوبه دې پرې تېرې کړي او بیا دې ورسره لمونځ وکړي».

البَوْلِ عِنْدَ سُبَاطَةِ قَوْمٍ

د یو قوم په ډېران د وړو بولو کول

(226) حدیث شمیره

حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ عَرْعَرَةَ، قَالَ: حَدَّثَنَا شُعْبَةُ، عَنْ مَنْصُورٍ، عَنْ أَبِي وَائِلٍ، قَالَ: كَانَ أَبُو مُوسَى الأَشْعَرِيُّ يُشَدِّدُ فِي البَوْلِ، وَيَقُولُ: ” إِنَّ: بَنِي إِسْرَائِيلَ كَانَ إِذَا أَصَابَ ثَوْبَ أَحَدِهِمْ قَرَضَهُ ”

فَقَالَ: حُذَيْفَةُ لَيْتَهُ أَمْسَكَ «أَتَى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سُبَاطَةَ قَوْمٍ فَبَالَ قَائِمًا».

له ابي وائل رضي الله تعالی عنه نه روایت دی چې ابو موسی الاشعري رضي الله تعالی عنه به د بولو په اړه ډېره سختي کوله، ویل به یې، په بني اسرائیلو کې به چې د چا جامه په میتیازو ککړه شوه نو هغه ځای به یې پرېکولو، نو حذیفه رضي الله تعالی عنه وویل کاش یې داسې نه وای ویلي، رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ د یو قوم ډېران ته ورغی په داسې حال کې چې ولاړ وو بولې یې وکړې.

البَوْلِ عِنْدَ صَاحِبِهِ، وَالتَّسَتُّرِ بِالحَائِطِ

له خپل ملګري پناه یا د دېوال شاته په ستر (په پټه او پردې سره) بولې کول

(225) حدیث شمیره

حَدَّثَنَا عُثْمَانُ بْنُ أَبِي شَيْبَةَ، قَالَ: حَدَّثَنَا جَرِيرٌ، عَنْ مَنْصُورٍ، عَنْ أَبِي وَائِلٍ، عَنْ حُذَيْفَةَ، قَالَ: «رَأَيْتُنِي أَنَا وَالنَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نَتَمَاشَى، فَأَتَى سُبَاطَةَ قَوْمٍ خَلْفَ حَائِطٍ، فَقَامَ كَمَا يَقُومُ أَحَدُكُمْ، فَبَالَ، فَانْتَبَذْتُ مِنْهُ، فَأَشَارَ إِلَيَّ فَجِئْتُهُ، فَقُمْتُ عِنْدَ عَقِبِهِ حَتَّى فَرَغَ»

حذیفه رضي الله تعالی عنه وايي: زه د نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سره روان وم چې نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ د یو قوم په ډېران، د دېوال شاته راغی نو څنګه چې تاسو درېږئ نو همغه شان ودرېد او بولې یې وکړې، نو زه د نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نه لرې شوم، نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ زما طرف ته اشاره وکړه، زه نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ته راغلم، او د نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ترشا و درېدم، تر دې چې نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فارغ شو.

البَوْلِ قَائِمًا وَقَاعِدًا

په ولاړه او په ناسته میتیازې کول

(224) حدیث شمیره

حَدَّثَنَا آدَمُ، قَالَ: حَدَّثَنَا شُعْبَةُ، عَنِ الأَعْمَشِ، عَنْ أَبِي وَائِلٍ، عَنْ حُذَيْفَةَ، قَالَ «أَتَى النَّبِيُّ صلّى الله عليه وسلم سُبَاطَةَ قَوْمٍ فَبَالَ قَائِمًا، ثُمَّ دَعَا بِمَاءٍ فَجِئْتُهُ بِمَاءٍ فَتَوَضَّأَ».

له حذیفه رضي الله تعالی عنه نه روایت دی چې وايي رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ د خلکو یو ډېران ته ورغی، نو په ولاړه یې میتیازې وکړې بیا یې اوبه را وغوښتلې ما ورته اوبه راوړې او اودس یې وکړ.

بَوْلِ الصِّبْيَانِ

د ماشومانو بول

(222) حدیث شمیره

حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ يُوسُفَ، قَالَ: أَخْبَرَنَا مَالِكٌ، عَنْ هِشَامِ بْنِ عُرْوَةَ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ المُؤْمِنِينَ أَنَّهَا قَالَتْ: «أُتِيَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِصَبِيٍّ، فَبَالَ عَلَى ثَوْبِهِ، فَدَعَا بِمَاءٍ فَأَتْبَعَهُ إِيَّاهُ»

عائشه رضي الله تعالی عنها فرمايي: «چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ته یو ماشوم راوستل شو نو هغه د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ په مبارکو جامو باندې میتیازې وکړې نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ اوبه راوغوښتې او سمدستي یې پرې واچولې».

يُهَرِيقُ المَاءَ عَلَى البَوْلِ

:د متیازو په ځآی باندې اوبه تویول کیږي

(221) حدیث شمیره

حَدَّثَنَا خَالِدُ بْنُ مَخْلَدٍ، قَالَ: وَحَدَّثَنَا سُلَيْمَانُ، عَنْ يَحْيَى بْنِ سَعِيدٍ، قَالَ: سَمِعْتُ أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ قَالَ: جَاءَ أَعْرَابِيٌّ فَبَالَ فِي طَائِفَةِ المَسْجِدِ، فَزَجَرَهُ النَّاسُ، «فَنَهَاهُمُ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَلَمَّا قَضَى بَوْلَهُ أَمَرَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِذَنُوبٍ مِنْ مَاءٍ فَأُهْرِيقَ عَلَيْهِ»

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت چې وايي: یو بانډه وال (کلیوال سړی) راغی او د جومات په یوه کونج کې یې اودس ماتی وکړ، خلکو وراټه (ستغې او غصناکه خبرې یې ورته وکړې). پیغمبر صلی الله علیه وسلم خلک منع کړل. کله چې هغه له اودس ماتي څخه وزګار شو، پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې د اوبو سطل دې راوړل شي او د اودس ماتي په ځایی دې تویې کړای شي.

صَبِّ المَاءِ عَلَى البَوْلِ فِي المَسْجِدِ

په جومات کې په بولو باندې اوبه اچول

(220) حدیث شمیره

حَدَّثَنَا أَبُو اليَمَانِ، قَالَ: أَخْبَرَنَا شُعَيْبٌ، عَنِ الزُّهْرِيِّ، قَالَ: أَخْبَرَنِي عُبَيْدُ اللَّهِ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُتْبَةَ بْنِ مَسْعُودٍ، أَنَّ أَبَا هُرَيْرَةَ، قَالَ: قَامَ أَعْرَابِيٌّ فَبَالَ فِي المَسْجِدِ، فَتَنَاوَلَهُ النَّاسُ، فَقَالَ لَهُمُ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «دَعُوهُ وَهَرِيقُوا عَلَى بَوْلِهِ سَجْلًا مِنْ مَاءٍ، أَوْ ذَنُوبًا مِنْ مَاءٍ، فَإِنَّمَا بُعِثْتُمْ مُيَسِّرِينَ، وَلَمْ تُبْعَثُوا مُعَسِّرِينَ».

له ابو هریرة رضي الله تعالی عنه نه روایت دی چې وايي: یو بانډه چی (اعرابي) پاڅېد او په جومات کې یې بولې (میتیازې) وکړې خلکو وګواښو ( کوښښ یې وکړو چې منع یې کړي) خو رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ورته وفرمایل: «پرې یې ږدئ او په میتیازو یې یو سطل یا یو څه اندازه اوبه واچوئ، تاسو اسانتیا کوونکي لېږل شوي یاستئ نه سختي کوونکي» یعنې تاسو په دې ګمارل شوي نه یاست چې په خلکو باندې سختي وکړئ، بلکې د دې لپاره ګمارل شوي یاستئ چې په کارونو کې د خلکو سره نرمي وکړي.

تَرْكِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَالنَّاسِ الأَعْرَابِيَّ حَتَّى فَرَغَ مِنْ بَوْلِهِ فِي المَسْجِدِ

په جومات کې د یو اعرابي (بانډه چي) بول کول او هغه ته د نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ اجازه تر څو له رفع حاجت (بول کولو) نه خلاص شي.

(219) حدیث شمیره

حَدَّثَنَا مُوسَى بْنُ إِسْمَاعِيلَ، قَالَ: حَدَّثَنَا هَمَّامٌ، أَخْبَرَنَا إِسْحَاقُ، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَأَى أَعْرَابِيًّا يَبُولُ فِي المَسْجِدِ فَقَالَ: «دَعُوهُ حَتَّى إِذَا فَرَغَ دَعَا بِمَاءٍ فَصَبَّهُ عَلَيْهِ»

انس بن مالک رضي الله تعالی عنه وايي چې نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ یو بانډه چي په جومات کې په وړو بولو کولو ولیدو، نو ویې فرمایل: هغه پرېږدئ!، بیا کله چې هغه فارغ شو، نو نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ اوبه را وغوښتلې او په هغې ځای يې واړولې (په اوبو یې ومینځه).

مَا جَاءَ فِي غَسْلِ البَوْلِ

د بولو وینځل

(217) حدیث شمیره

حَدَّثَنَا يَعْقُوبُ بْنُ إِبْرَاهِيمَ، قَالَ: حَدَّثَنَا إِسْمَاعِيلُ بْنُ إِبْرَاهِيمَ، قَالَ: حَدَّثَنِي رَوْحُ بْنُ القَاسِمِ، قَالَ: حَدَّثَنِي عَطَاءُ بْنُ أَبِي مَيْمُونَةَ، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، قَالَ: كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ «إِذَا تَبَرَّزَ لِحَاجَتِهِ، أَتَيْتُهُ بِمَاءٍ فَيَغْسِلُ بِهِ».

له انس بن مالک رضي الله تعالی عنه نه روایت دی چې وايي: «کله به چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ د حاجت (اودس ماتي) لپاره وتلو ما به ورته اوبه راوړلې چې استنجاء به یې پرې کوله».

مِنَ الكَبَائِرِ أَنْ لاَ يَسْتَتِرَ مِنْ بَوْلِهِ

:له خپلو بولو (میتیازو) څخه ځان نه ساتل کبیره ګناه ده

(216) حدیث شمیره

حَدَّثَنَا عُثْمَانُ، قَالَ: حَدَّثَنَا جَرِيرٌ، عَنْ مَنْصُورٍ، عَنْ مُجَاهِدٍ، عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ، قَالَ: مَرَّ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِحَائِطٍ مِنْ حِيطَانِ المَدِينَةِ، أَوْ مَكَّةَ، فَسَمِعَ صَوْتَ إِنْسَانَيْنِ يُعَذَّبَانِ فِي قُبُورِهِمَا، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «يُعَذَّبَانِ، وَمَا يُعَذَّبَانِ فِي كَبِيرٍ» ثُمَّ قَالَ: «بَلَى، كَانَ أَحَدُهُمَا لاَ يَسْتَتِرُ مِنْ بَوْلِهِ، وَكَانَ الاخَرُ يَمْشِي بِالنَّمِيمَةِ». ثُمَّ دَعَا بِجَرِيدَةٍ، فَكَسَرَهَا كِسْرَتَيْنِ، فَوَضَعَ عَلَى كُلِّ قَبْرٍ مِنْهُمَا كِسْرَةً، فَقِيلَ لَهُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، لِمَ فَعَلْتَ هَذَا؟ قَالَ: «لَعَلَّهُ أَنْ يُخَفَّفَ عَنْهُمَا مَا لَمْ تَيْبَسَا» أَوْ: «إِلَى أَنْ يَيْبَسَا»

له ابن عباس رضي الله تعالی عنهما څخه روایت دی چې وايي: رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ د مدینې یا د مکې د باغونو نه د یو باغ د تاو شویو دیوالونو (چهاردیوالی یا قلعې) څخه په یوه دیوال تېرېدلو، چې د داسې دوه انسانانو غږونه یې واورېدل چې په قبرونو کې عذاب ورکول کېدلو، نو رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وفرمایل: «دې دواړو ته عذاب ورکول کېږي خو د کوم لوی کار په وجه ورته عذاب نه ورکول کېږي»، بیا یې وفرمایل: «هوو، یوه یې له بولو (میتیازو) نه ځان نه ساتلو او بل به یې چغلي کوله (د یو چا خبرې به یې بل چاته وړلې او د هغه خبرې به یې بل ته) بیا یې د خرما ونې تازه څانګه وغوښتله نیمه یې کړه او بیا یې د هر یوه په قبر یوه یوه ټوټه کېښودله، ورته وویل شو چې یا رسول الله داسې دې ولې وکړل؟ رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ و فرمایل: «کېدای شي چې تر هغې پورې دا څانګې وچېږي له دوی نه عذاب کم شي».

الوُضُوءِ مِنْ غَيْرِ حَدَثٍ

:د بې اودسه کېدو پرته اودس کول

(214) حدیث شمیره

حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ يُوسُفَ، قَالَ: حَدَّثَنَا سُفْيَانُ، عَنْ عَمْرِو بْنِ عَامِرٍ، قَالَ: سَمِعْتُ أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ، قَالَ: ح وحَدَّثَنَا مُسَدَّدٌ، قَالَ: حَدَّثَنَا يَحْيَى، عَنْ سُفْيَانَ، قَالَ: حَدَّثَنِي عَمْرُو بْنُ عَامِرٍ، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، قَالَ: «كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَتَوَضَّأُ عِنْدَ كُلِّ صَلاَةٍ» قُلْتُ: كَيْفَ كُنْتُمْ تَصْنَعُونَ؟ قَالَ: يُجْزِئُ أَحَدَنَا الوُضُوءُ مَا لَمْ يُحْدِثْ

له انس رضي الله تعالی عنه نه روایت دی چې وايي: «رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ به د هر لمانځه لپاره اودس کولو»، عمرو بن عامر وايي ما ورته وویل: چې تاسو به څه کول ویې ویل: چې زمونږ نه یو چا به تر هغې پورې اودس نه کولو، تر څو به چې بې اودسه شوی نه و.

Note: The hadith in is in Arabic Language and translated to Pashtu language.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *